بادغیس کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بادغیس ولایت کې له ۶۲۶ کورنیو سره د وري لومړۍ ورځ نغدي مرسته وشوه.

په دغو کورنيو کې نيرمند او راستنېدونکي شامل دي، چې پخوا د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا په مرکز کې پيژندل شوي وو.

دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري ۱۸زره۷۶۰ افغانۍ وه، چې د مهاجرینو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.