ننګرهار کې تر سلو ډېرو کورنیو سره مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې 188 کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت د مهاجرینو ریاست د کب ۲۴ مه نېټه له ۱۸۸ کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی.
په دغو کورنیو کې راستانه شوي، بيځايه شوي، معلولين او اړمن شامل وو، چې وړاندې هلته د مهاجرینو ریاست له لوري اړمنې پېژندل شوې وې او هرې کونۍ ته د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري ۱۰ زره او ۹۴۰ افغانۍ ورکړل شوې.