غزني کې له ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr

په غزني ولایت کې د کب پر ۱۹ مه نېټه په ۱۳۹ کارګرو باندې نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاد شوې کسان مخکې  د دغه ولایت په مرکز او خواجه عمري ولسوالۍ کې د کانال د پاکوالي له پاره د مهاجرینو ریاست له لوري ګومارل شوي وو.

چې هر یوه کس ته ۹ زره او ۱۰۰ افغانۍ د یوې میاشتې کار په بدل کې د ډنمارک د مهاجرینو د انجمن له لوري ورکړل شوې.