بغلان کې ۱۰۷ کورنیو ته مرسته ورکړل شوه

sadam_morr
-

په بغلان ولایت کې د کب پر ۱۹ مه نېټه په ۱۰۷ راستنو شوو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یادې شوې کورنۍ چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه دغه ولایت ته په جبري توګه راستنې شوې وې.

هرې کورنۍ ته یوه بسته غیر خوراکي مرسته چې ۱۵ ډوله توکي په کې شامل وو د راه نوین مؤسسې له لوري د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.