تخار کې په لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه
په تخار ولایت کې د کب په ۱۹ مه نېټه له همسایه هېوادنو څخه په ۷۰ راستنو شویو کورنیو نغدې مرسته ووېشل شوه.
یاده شوې مرسته د دغه ولایت د کسبګرو او خیر رسوونکو له لوري څخه ۴ زره افغانۍ وه، چې هر یوه تن ته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو د ادارې له خوا تر پېژندلو او څارنې لاندې ورکړل شوه.