پاکستان کې ۲۳ تنه بندیان له بنده خوشې شول

sadam_morr
-

په پاکستان کې ۲۳ اتنه فغان بندیان د کب پر ۱۷مه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۶ تر ۱۰ میاشتو راهیسې بندیان وو، چې له خوشې کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شول او د مرستو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول

دغه راز د ډنمارک د مهاجرت شورا لخوا دغو کسانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې په اړه اړین معلومات ورکړل شول او د ناروې د مهاجرت شورا حقوقي برخه کې معلومات ورسره شریک کړل او له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان سرلوړي افغانستان موسسې ته ور وپېژندل شول.