سرپل کې ۴۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د (WFP،UNHCR) موسسو له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ دغبرګولي په ۹مه د يادې ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې ۳۰۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي او پاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته د ذکر شوو موسسو له لورې دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.