ننګرهار کې له څه باندې زرو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په ننګرهار ولایت کې له یو زرو ۲۸ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي مهاجرین شامل وو، چې مخکې د هغه ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا د نهمې او شپږمې ناحیې او هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ کې اړمن پیژندل شوي وو.

د 659 کورنیو لپاره د SCI موسسې له خوا ۱۴زره او ۳۵۰ افغانۍ او د 369 نورو کورنیو لپاره ۲۳زره او۶۲۰ افغانۍ د ډنمارک د مهاجرینو شورا له خوا او د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شوې.