غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (ACF،ARAA،UNICEF،WFP) موسسو له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۷ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د دولت يار، پساپند او چهارسدې ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ دغبرګولي په ۹مه د ذکر شوو موسسو له لورې ۴۷ بېځايه شوو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۶۰۰۰ افغانۍ او پاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.