ننګرهار کې له ۳۵۳ کورنیو سره مرسته وشوه

په ننګرهار کې کب په ۱۶مه له ۳۵۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي شامل دي چې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا په حصارک او پچیراګام ولسوالۍ کې اړمن پیژندل شوي وو.
هرې کورنۍ ته ۲۳ زره او ۴۱۰ افغانۍ د ډنمارک د مهاجرینو شورا له خوا او د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ورکړل شوې.