جوزجان ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
په جوزجان ولايت کې پرون د کب ۱۴ مه نېټه پر ٤٠ اړمنو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول.
د مهربان خيريه بنسټ په دې مرسته کې ٩ ډوله خوراکي او غير خوراکي توکي شامل وو، چې هلته د مهاجرینو رياست تر څارنې لاندې وېشل شوي دي.