تر زرو زیات مهاجرین ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت یو زره او ۷۰۰مهاجرین د کب پر ۱۴مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریتد معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۰۹ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور معرفي شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز له ۱۰ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۱۴ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۸۲ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول. همدا راز ۲۴۰ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.