پکتیا کې له څه باندې ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په پکتیا ولایت کې له ۵۶۳ راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې.
هرې کورنۍ ته د ژمنیو جامو کڅوړې او نغدي مرسته په دوو برخو کې ۱۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ او ۲۴ زره او ۱۵۰افغانۍ د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا او د پکتیا د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شوې.