کنړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (WFP، Ami) موسسو له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د چپې درې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۸ مه د(Ami) موسسې له لورې ۳۰ کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۱۰۰۰ افغانۍ نغدي او پاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.