کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
1

د کندهار ولايت دبېړنيوحالاتو دکمېټې له لورې ددې ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دسېلابونو  له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۷مه هرې کورنۍ ته ۷۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.