د هېواد په فرضي پولو کې له پاکستان څخه په زوره راستنېدونکو لسګونو کورنیو سره لومړنۍ مرستې وشوې
له پاکستان څخه جبري راستنېدونکې ۸۵ کورنۍ چې ۳۷۲ تنه کېږي: د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیا په پولو کې د مرغومې په ۲۸ او ۲۹ مه لومړنۍ مرستې وشوې.
د ننګرهار ولایت له تورخم پولې څخه د ۱۱۶کسانو په ګډون ۵۱کورنۍ راستنې او بایومتریک شوې، ۲۹ کورنیو سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته او ۲۶کورنۍ چې ۸۱تنه کېږي کونړ، لغمان او کابل ته انتقال شوي او د ترانسپورت د کرایې لپاره شل زره افغانۍ ورکړل شوې ۵۶۱ تنو درملنه وشوه ۱۵ کورذنۍ په موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې.
۴۳۰ خوراکي کڅوړې، ۷۵ زره لیتره پاکې اوبه، کمپلې، د کور غالۍ، د ګاز ډبې او۲۲کڅوړې خام خوراکي توکي او ۷۲ سیم کارتونه په عمري کمپ کې وېشل شوي او ۵۰ هغه کسان چې حرفوي او مسلکي اسناد یې درلودل، وپیژندل شول او کاري کمیټې سره ثبت شول.
۷۲ ماشومانو ته چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې او عامه پوهاوی ورکول شو او د روحي روغتیا په موخه دوی ته د لوبو او تفریح پروګرامونه برابر شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو مهاجرینو ته ګټور معلومات وړاندې کړل او د مهاجرت ۱۵ فورمې ورته ووېشل شوې
راستنیدونکو ته دننګرهار ولایت د آمربالمعروف او نهي عن المنکر له لوري دبیلابیلو قضیو په اړه معلومات ورکړل شول او دمهاجرت نړیوال سازمان سره په همغږۍ ۱۸ فورمې وویشل شوې.
همدا راز د کندهار ولایت د سپین بولدک د فرضي ډیورنډ فرضي کرښې څخه د ۹۴ تنو په ګډون ۲۰ کورنۍ بیرته راستنې او ثبت شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ، ۵ کورنۍ کابل ته ولېږدول شوې او د لارې ۱۵ زره کرایه ورکول شوه،۴۰۰ کڅوړې خوراکي توکي او د څښاک اوبه وویشل شوې، د ۲۶۱ تنو درملنه وشوه ۴۹۳ تنو ته د روغتیا په اړه پوهاوی ورکړل شو. خیمه او کمپلې ورکول شوې، ۱۱۴سیم کارتونه او ۷۶ هغه کسان چې مسلکي اسناد یې درلودل د کاري کمیټې له خوا وپیژندل شول او کمېټې سره ثبت شول.
د پکتیا ولایت انګور هډه کې ۳۱ کڅوړې خوراکي او د څښاک اوبه وویشل شوې، د ۲۰ تنو درملنه وشوه او د اطلاعاتو کمیټې له لوري د نوملیکنې، حمل و نقل، اسلامي نظام او هېواد پېژندنې، موقتي ځای پر ّای کېدنې او صبر و زغم په اړه ګټور معلومات ورکړل شول.
د نیمروز ولایت د ورشیمو پولې څخه د ۱۱۷ تنو په ګډون ۳۳کورنۍ ثبت شوې، ۱ زر او ۷۸۹ کډوال راستانه شول، ۱۰کورنیو ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې ۳۳ سیمکارتونه پرې ووېشل شول، ۱۱۷تنو ته عامه پوهاوی ورکول شو او ۴۸ کورنۍ هرات کې په کمپ کې ځای پر ځای شوې.