یو شمېر ولایتونو کې تر دوه زره زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۲ زره او ۱۸۵ بې ځایه شویو کورنیو او جبري راستنېدونکو سره د مرغومې میاشتې له ۲۳ څخه تر ۲۸ نېټې پورې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا مرسته وشوه.
د يادو کورنيو له ډلې څخه هرې يوې ته چې په کندهار، ننګرهار، جوزجان، بادغيس، خوست، کاپيسا، غزني، سمنګان، بدخشان، لغمان، سرپل، نورستان، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې بې ځایه شوې وې، د همدغو ولایتونو د مهاجرینو چارو ادارو له خوا د نړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ ورته نغدې پیسې، سولر، روغتیایي کڅوړې، کمپلې او ژمنۍ جامې ووېشل شوې.