په بلخ ولایت کې له ۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مرغومې میاشتې په ۲۱مه نیټه په بلخ ولایت کې له پاکستان څخه په جبري توګه په ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو باندې خوراکي توکي وویشل شول.
یاد مرسته شوي ۶ قلمه خوراکي توکي د بلخ ولايت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري او د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست تر څارنې لاندې د راستنېدونکو په موقتي کمپ کې اړمنو ته ووېشل شول.