د پاکستان څخه په سلګونو مهاجر راستانه شول

anwari_morr

د مرغومې میاشتې په ۱۹مه نیټه د تورخم او سپین بولدک له پولو ۴۷۴ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د راپور په اساس، له يادې پولې څخه د ٢١٢ تنو په ګډون ٣٦ کورنۍ او ٧٤ تنه، چې د یاد هیواد له زندانونو څخه خوشې شوي وو، په جبري توګه له يادې پولې څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د مهاجرينو ریاست  له لوري د مرستې په موخه د ثبت وروسته  د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، ملګري ملتونه د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان ته یې د نورو مرستو لپاره ور معرفي کړي دي.
د یادې کمیټې لخوا هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوې.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، له دغې لارې د ۱۸۸ کسانو په ګډون ۳۸ کورنۍ په زوره هېواد ته راستنې شوې دي.
د تورخم د سرحدي امر په وینا، دغه راستانه شوي مهاجرین د اړوند کمېټو د ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د مهاجرینو چارو کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت د تورخم سرحدي امر د مرغومې میاشتې په ١٩مه نیټه د دغه ولايت يو شمېر خیریه موسسو له استازو سره ګډه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د تورخم سرحدي امر بخت جمال ګوهر جبري راستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی د همکارۍ قدرداني وکړه.
دخیریه موسسو استازو د سرحدي امریت د ستونزو په حلولو کې د هماهنګۍ او همکارۍ ستاینه وکړه او خپل راتلونکي پلانونه یې ورسره شریک کړل. یادو مسوولینو دوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته فرصتونو او نوښتونه په اساس به خپله کاري ساحه لا نوره هم پراخه