له پاکستان څخه  تر زرو زیات مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

anwari_morr

د مرغومي میاشتې په ۱۷مه نیټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه یو زرو او ۴۱ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د راپور په بنسټ د ۱۵۴ کورنیو په ګډون ۷۸۱ کسان د تورخم له پولې څخه هیواد په جبري توګه راستانه شوي دي. یاد را شړل شوي وګړي د مهاجرینو د ادارې له ثبت وروسته د مرستو په موخه د نړیوال سازمان عالي کمیشنرۍ دفترونو او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور و پېژندل شول.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ، د ٢٢٩ تنو په ګډون ٤٦ کورنۍ او ٣١ تنه، چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي وو؛ هېواد ته په جبري توګه  راستانه شول.

د سپين بولدک د سرحدي امر په وينا، دغه راستانه شوي کسان په ټاکل شويو کمېټو کې له ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د مهاجرینو چارو کمېشنرۍ، د خوړو نړيوال سازمان او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

د یادونې وړه ده، چې د یادې کمیټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوې.