بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د ( UNHCR، CHA، PSN) موسسو له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه  ۱۴ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۶۰۰۰ افغانۍ نغدي، ۸ کورنيو ته ۱۲۰۰۰ او ۸ کورنيو هرې کورنۍ ته   ۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.