نږدې ۳۰۰ مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه خپل وطن ته راستانه شول
په پاکستان کې مېشت ۲۹۹ افغان مهاجرین د مرغومي پر ۱۳مه د سپین بولدک له پولې څخه خپل وطن ته راستانه شول.
د کندهار د سپين بولدک د سرحدي آمريت د آمر د راپور له مخې ۵۸ کورنۍ چې ۲۹۹ تنه کېږي، په جبري توګه د سپين بولدک له پولې څخه خپل هېواد ته راستانه شول او د مهاجرينو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ،د مهاجرت او خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شول.