ځينو ولايتونو کې سلګونه کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr

په بغلان، بدخشان، کندوز او سمنګان ولايت کې د مرغومي پر ۱۱ نېټه د خيريه بنسټونو په همکارۍ له ۶۸۷ کورنيو سره د خوراکي او  غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

بغلان کې ۱۰۱ کورنيو، کندوز کې ۱۵۱ کورنيو سره دوه سولر، دوه بترۍ، يو کنترولر له اړينو وسايلو  سره يې، بدخشان کې ۱۳۵ کورنيو ته ۸ ډوله کاري وسايل د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا او سمنګان کې ۳۰۰ کورنيو هر يوې ته ۱۳ زره او ۸۵۰ افغانۍ، درې کمپلې او د ژمنی پوښاک مرسته د مهاجرت نړۍوال سازمان  له خوا شوې وه، چې د دغو ولايتونو د مهاجرينو چارو تر څارنې لاندې ورکول شوه.