فراه کې ۲۳۶ بېځايه شوو کورنيو سره نغدې مرسته وشوه
د يو شمېر مرستندويه موسسو له لورې د فراه ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۳۶ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۴مه هرې کورنۍ سره ۱۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.