د ننګرهار د مهاجرینو ریس د ملګرو ملتونو مرستیال سره وکتل

anwari_morr
-

د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریس باز محمد عبدالرحمن د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیال ښاغلي ترهز برهي او وررسره د راستنېدونکو د ستونزو د هواري مل پلاوي سره د مرغومي پر ۶ نېټه لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د مهاجرینو ریس په تورخم کې دراستنېدونکو له پاره د سرپنا، استوګنځایونو او نورو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتمه وکړه.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسولانو ډاډ ورکړ، چې له پاکستانه د راستنېدونکو له پاره لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه نظر کې لري او د ستونزو په هواري کې به مرسته کوي.

په دې ناسته کې د لغمان ولایت د مهاجرینو رئیس هم شتون درلود.