۱۵ تنه افغان بندیان، پاکستان کې له بنده ازاد شول 

anwari_morr
-

۱۵ تنه افغان بندیان د پاکستان کوټې له زندانونو څخه ازاد او د جدي پر ۳ نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د سپین بولدک د سرحدي آمریت د آمر د معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په دلیل بنديان شوي وو، چې وطن ته له راستنېدو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
دغه راز هر یو کس ته یو یو سیمکارت هلته په پوله کې د ګومارل شوې کمېټې له‌خوا ورکول شو.