پکتيا کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
دنړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د پکتيا ولايت دکډوالو چارو روياست په همکارۍ ۱۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د شواک ولسوالۍ د نا امنو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲مه هرې کورنۍ ته ۲۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.