بادغیس کې ۹۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

anwari_morr
-

د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د لیندۍ په ۲۳مه ۹۰ کورنیو ته دنغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.

یادې کورنۍ چې له وړاندې ددې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې سروې او دمرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې، هرې کورنۍ په دوهم قسط کې دسرپناه په موخه  ۱۲زره او ۷۰۰ افغانۍ دناروې د کډوالو شورا له لورې تر لاسه کړې.