د  پاکستان څخه له زرو زيات  افغان  مهاجر په جبري توګه وطن ته راستانه  شول

anwari_morr
-

يو زرو او 236  تنه افغان مهاجر د ليندۍ په 22مه د تورخم اوسپين بولدک له لارې په جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت دسپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې 158کورنۍ، چې 790تنه کېږي  له دې لاري په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او د مهاجرينو په ادارې کې له  نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړۍ والو سازمانونو ته ور پېژندل شوي دی
همدارنګه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار ولايت د تورخم د سرحدي آمر په خبره89 کورنۍ چې 446 تنه کېدل له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. 
دسرچېنې په خبره راستنېدونکي د مهاجرينو په ادارې کې له  نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شوي دي.