بلخ کې له سلو زياتو کورنيو نغدي مرستې تر لاسه کړې

بلخ ولايت کې ۱۷۸ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د ليندۍ په ۲۰ مه نغدي مرستې ووېشل شوې.
يادې کورنۍ چې له وړاندې ددې ولايت د مهاجرينو چارو د ادارې له لوري دمرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د کوچنيو تجارتونو د غوړيدا په موخه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري په دوه کټګوريو کې ۵۰ زره او ۲۹ زره او ۴۵۰ افغانۍ تر لاسه کړې.