د قطر سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۲۱:۵۸
-

په کابل کې د قطر اسلامي دولت سفیر ښاغلي سعید بن مبارک الخیارين د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په پیل کې د مهاجرینو چارو وزیر د راستنېدونکو مهاجرینو په ستونزو او اړتیاو خبرې وکړې، نوموړي د افغانستان سره د قطر هېواد همېشنۍ همغږي او مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، د ژمي په رارسېدو سره د مهاجرینو ستونزې زیاتې شوي دي، د مهاجرینو چارو وزارت د خپل پلان له مخې هڅه کوي ددوی ستونزو ته رسیدګي وکړي او په دې برخه کې د بشرپاله هېوادونو مرستو ته هم اړتیا ده
د قطر سفیر وویل، له افغانانو سره اړیکې زه د ځان لپاره ویاړ ګڼم، قطر هېواد د زلزله ځپلو سره هم ٦٠ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړې او د مهاجرینو لپاره به هم خپلې هڅې ونه سپموو
نوموړي وویل، څو ورځې مخکې په دوحه کې د اسلامي هېوادونو یوه ناسته وه، چې په هغې کې د افغانستان په ملاتړ ټینګار وشو او د بشري مرستو په اړتیا هم خبرې وشوې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته