د وزارت مسلکي مرستيال په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئيسانو سره وکتل 

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۳:۲۶
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئيسانو ښاغلي لئونارد زولو او آغلې فيليپا کندلر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لېدنه کې د نغدي مرستو له مرکزونو څخه د څارنې، له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو د ثبت او دياد سازمان د سېمه اېزو دفترونو د  فعاليتونو په اړه خبرې وشوې.
په افغانستان کې؛ دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئيس ښاغلي لئونارد زولو وويل: د ننۍ لېدنې موخه د کډوالو وضعيت څېړل، د دري اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو په اړه د دغه وزارت د پيغام رسول او په منظمه او ابرومندانه توګه له پاکستان څخه د مهاجرينو راستنېدنه تر څو په راتلونکې کې مثبتې پايلې ولري او دغه سازمان په هر ډول حالت کې لا زياتو مرستو ته تيار دی.
په پاکستان کې؛ د کډوالو په  چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئيسې اغلې فيليپا کندلر وويل: زمونږ موخه له راستنېدونکو سره له نژدې لېدنه ده، څو څو ځله مو له پاکستاني چارواکو سره د اجباري اخراج، د هغوی د شتمنيو د ظبطولو، د هغوی د حقوقو د خونديتوب او درې اړخيزو ناستو په اړه له پاکستاني چارواکو سره لېدنې کړې ترڅو پاکستان له دغه تاوتريخوالي لاس واخلي؛ او مونږ به ستاسو پيغام پاکستاني لوري ته ورسوو. 
د وزارت مسلکي مرستيال له پاکستان څخه جبري راستنېدونکو ته د خدمتونو له کبله له يادې ادارې مننه وکړه او او  ويې ويل: د اسلامي امارت پالېسي داده چې له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري، پاکستان د مخکنيو تړونونو هم پابند نه وو، اسلامي امارت د مهاجرينو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی، تل همکارۍ ته تيار دی او په هر حالت کې به له دوی ملاتړ وکړي.
ښاغلي راشد زياته کړه، د افغانانو جبري شړل د ټولو نړۍ والو قوانينو او ښه ګاونډيتوب خلاف دي؛ هغه همداراز له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.
په دې لېدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مرستيالې اغلې ترحاس بره، په پاکستان کې د حقوقي خونديتوب د کمېشنرۍ مرستيالې اغلې ليلا نوګمانوا او په افغانستان کې د دغه کمېشنرۍ د پالېسۍ لوړپوړي چارواکي کريسټف پورټمن هم شتون درلود.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته