له پاکستانه څه باندې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شول
په پاکستان کې مېشت ۲ زره ۳۶۲ افغان کډوال د لړم په ۲۸مه د کندهار ولایت د سپین بولدک د پولې له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۳۷ کورنۍ چې ۲۳۵۶ تنه او ۶ تنه د زندان څخه آزاد شوي له پاکستان څخه په جبري توګه له یادې پولې څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د کډوالۍ چارو له ریاست سره د مرستې په موخه یې د عالي کمېشنرۍ په دفترونو کې ثبت کړي دي.
او د ملګرو ملتونو، د خوړو نړیوال سازمان، د ناروې د مهاجرت شورا او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور معرفي شول.