کندز کې ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
کندز

د (IOM) موسسې له لورې د کندز ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ له ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او غيرې نغدي مرسته ترسره شوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې پنجشنبې په ورځ دعويي په ۲۶مه هرې کورنۍ ته (15038)  افغانۍ نغدې او ۳ کمپلې ورکړل شوې.