د پاکستان څخه له 5زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک او د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې له پاکستان څخه د لړم په 23 مه ۵ زره او 505 تن افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ 677 کورنۍ، چې 3 زره او 694 تنه کېږي او 5 تنه نور بند څخه ازاد شوي افغانانان له دې لارې هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي او د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
همدارنګه د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ 343کورنۍ، چې يو زرو او 806 تنه اجباري راستنېدونکي کېږي د تورخم له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي.
سرچينې زياتوي، چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې د نورو مرستوو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور پېژندل شوي دي.