پکتيکا کې ۵۵ اجباري راستنېدونکو سره نغدي مرستې وشوې

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې له پاکستان څخه د ۵۵ اجباري راستنېدونکو سره د لړم په ۲۲مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو هرې کورنۍ د راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي عالي کميسېون د مالي کمېټې له لوري ۱۰ زره افغانۍ په انګور هډه او تروې کې ووېشل شوې.