هلمند کې ۱۰۰ کورنيو سره  نغدي  مرستې  وشوې

anwari_morr
-

د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورنيو سره د لړم په ۱۴مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ژغورنې نړيوالې کمټې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.