ننګرهار کې ۲۵۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د (PIN، IMC) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵۲ بېخايه شوو کورنيوسره د تېرې چارشنبې به ورځ دعويي په ۲۵مه نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د (PIN) موسسې لورې ۱۵۶ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ او د IMC) موسسې له لورې ۹۶ کورنيوهرې کورنۍ ته ۲۵۷ امريکايي ډالره نغدي مرسته ووېشل شوه.