د جوماتونو او زده کړو د تنظيم کمېټې په اسلام قلعه کې خپل فعاليت پیل کړ
د هرات ولايت په اسلام قلعه کې د اجباري راستنېدونکو د ستونزو د هواري عالي کميسيون د جوماتونو او زده کړو د تنظيم کمېټې د لړم په ۱۳مه په اسلام قلعه کې د خپل فعاليت د پيل خبر ورکړ.
د يادې کمېټې مسؤلينو له ايران څخه د راستانه شوو مهاجرو سره وليدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې اود هغوی وضعيت يې وڅېړه.
دغه راز د يادې کمېټې غړو په هرات ښارکې د مهاجرينو د موقتي استوګنې کمېټې غړي او د روغتيا وزارت مرستيال محمد حسن غياثي سره د لاسرسي او همغږۍ په موخه ناسته وکړه او د چارو د ښه ترتيب او پروخت چمتوالي په موخه يې ورسره مشورې وکړې.