د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له  لوري له درې زرو زياتو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
-

په جوزجان ولايت کې درې زره او ۲۰۸ کورنيو ته د سرپناه جوړولو او ترميم  په موخه د لړم په ۸ مه د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست سره په ګډې همغږۍ د آقچې، فيض آباد ولسواليو او مرکز شاوخوا سيمو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې  تر اوسه پورې د مهاجرت نړيوال سازمان په مالي مرسته  ۳۳۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۴ زره او ۶۰۰ افغانۍ وېشل شوې او پاتې کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ دوام لري.
د يوبل خبر له مخې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لارې ۶ راستنېدونکو کورنيو هرې کورنۍ ته د مرستو د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې د لړم په ۷مه  ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.