د پاکستان څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې له پاکستان څخه يو زرو او ۸۷۶ تنه افغان مهاجر د لړم په ۶مه هېواد ته راستانه شوي.
د قندهار د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ کورنۍ، چې يوزر او ۸۷۶ تنه کېږي د پاکستان څخه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور پېژندل شوي دي.