د کډوالو چارو وزير او دنورستان والي دهغه ولايت دکډوالو وضعيت په اړه خبرې وکړې  

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۹
خبر

د نورستان والي حافظ عبدالقويم د تېرې چهارشنبې په ورځ د عويي په ۲۵مه په کډوالو چارو وزارت کې دکډوالوچارو وزير سره د هغه ولايت دکډوالو او بېځايه شوو ستونزې شريکې کړې.

دواړو خواوو راستنېدونکو ته د استوګنې د زمينې د برابرولو پرسر خبرې اترې وکړې، دکډوالو چارو وزير په دې اړه وويل د ولسمشر د نوي فرمان په اساس د نورستان ولايت راستنېدونکي کولای شي په هر بل ولايت کې دځمکې اخيستو غوښتنه وکړي، چې هغوی ته به ددوی دغوښتنې اړونده ځمکې ووېشل شي.

د نورستان والي د کډوالو چارو له وزير څخه وغوښتل، چې بېځاه شوو ته د کور جوړولو په برخه کې ددې ولايت سره همکاري وکړي.

دکډوالو چارو وزير په دې اړه وويل،  په نورستان کې دځمکې د ځانګړې کېدو ورسته به کډوالو چارو وزارت له نړيوالو موسسو سره د کور جوړولو په برخه کې همغږي وکړي.

 نوموړي زياته کړه هغه بېځايه شوي چې بېرته خپلو اصلي سيموته ستنېږي دهغوی سره دمرستو يو پروګرام تر لاس لاندې لري او بېرته اصلي سيموته ستنېدونکې هرې کورنۍ سره به د ترانسپورتي خدمتونو سربېره ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم وشي.

 

 

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته