پروان کې له ۱۰۰ زياتو کسانو سره نغدي مرستې وشوې
د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په دغه ولايت کې ۱۷۰ کسانو سره د لړم په ۳مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کسان چې مخکې د چاريکار ښار ۱۲مې پارچې کانال کې په کار ګمارل شوي وو، د فردوسي د مهاجرينو ښارګوټي کې هر تن ته د يوې مياشتې کار په مقابل کې د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته ۲۱ زره او ۴۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.