د ايران څخه له درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ايران څخه درې   زره او ۳۱۰ تنه افغان مهاجر د لړم په لومړۍ نېټه  په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان  شامل وو چې له ډلې يې ۳۴۴ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.