خوست کې ۹۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۹۰ کورنيو سره د تلې په ۳۰مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې مخکې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ناروې د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې د کور د ترميم په موخه په لومړي قسط کې ۲۵ زره افغانۍ مرسته وشوه.