پکتيکا کې لسګونه کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۵۱ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د تلې په ۲۹مه د مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ چې مخکې د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په برمل او د ارګون ولسوالۍ اړوند سېمو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د کوچني کاروبار په موخه ور ته د برک مؤسسې له خواه د مهاجرينو چارو رياست ترڅارنې لاندې ۱۶۵ زره او ۹۲۵ افغانۍ ووېشل شوې.