د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه دو زره او ۸۰۵ تنه افغان مهاجر د تلې په ۲۹مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۲۴۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ور سره شوې.