په يو شمېر ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې دي
په ۱۵ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې له يوزرو او ۴۱۸ کورنيو سره د تلې د ۲۲ څخه تر ۲۷مې نېټې پورې مرستې شوې دي.
يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په قندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، تخار، نورستان، بادغيس، غزني، سرپل، ميدان وردک، سمنګان، کندز، بغلان، باميان او جوزجان ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يو شمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو په مالي مرسته ورسره د خوراکي اوغير خوراکي توکو او نغدي پيسو مرستې ترسره شوې دي.