د پاکستان څخه له ۶ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د تلې په ۲۷مه او ۲۸مه ۶ زره او ۴۵ تنه افغان مهاجر له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې يو زرو او ۶۲ کورنۍ، چې شپږ زره او ۴۵ تنه کېږي له راستنېدو څخه وروسته د مهاجرينو چارو ادارې کې ثبت او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.