د پاکستان او ايران څخه شاوخوا ۶ زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د تورخم  او د هرات ولايت د اسلام قلعې د مهاجرينو چارو آمريتونو د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان څخه ۵ زره او ۹۷۱ کورنۍ د تلې په ۲۵ مه هېواد ته راستنې شوې.
د اسلام قلعې د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د  ۳ زره او ۲۴۳ جبري او په خپله خوښه راستنېدونکو له ډلې يې ۳۲۴ تنه زيانمن شوي او اړمن کسان د مرستو د تر لاسه کولو له پاره د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې .
د يو بل خبر له مخې ۴۸۴ کورنۍ، چې پکې ۲ زره او ۷۲۸ تنه شامل دی د توخم له لارې په ذکر شوې نېټه هېواد ته راستانه شوي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ياد کسان د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  ته ور پېژندل شوي دي.